غزل

زه لکه د موم په شان ديدار ته اوبه کېږم

خاطر افریدي

زه لکه د موم په شان ديدار ته اوبه کېږم

پرېږده چې اوبه شم ستا رخسار ته اوبه کېږم

چرته شي خوبونه شپې پرې ستوري محفل جوړ کړي

هم دا مې مشغولا شي ستا سينګار ته اوبه کېږم

زه پرې ښه پوهېږم ستا ليدل زما اجل دی

بيا مې هم وار نه شي ستا يووار ته اوبه کېږم

اوس خاطره ولې خدائې په زړه کړم دومره سخته

بيا مې پس له مرګه ستا مزار ته اوبه کېږم