غزل
زه لکه پرخه په لویدلو کې چا نه ولیدم
عبدالباري جهانيلکه نسیم په تیریدلو کې چا نه ولیدم
دګل په غیږ کې مې یوه شپه په قسمت لیکلې
لکه شبنم په الو تلو کې چا نه ولیدم
پټ له پانوسه مې رنګین کړل دسا قې لاسونه
کرار کرار په سوځیدلو کې چا نه ولیدم
نه دشاعر نه دبورا سترګو ته ونڅیدم
دغرونو ګل وم غوړیدلو کې چا نه ولیدم
نه تر وربل نه تر ګریوانه نه ترشونډو لاړم
پر اشیانه په رژیدلو کې چا نه ولیدم
خواږه خوبونه دځوانۍ لکه څیلۍ تیریدل
دخیال ماڼی وم نړیدلو کې چا نه ولیدم
لکه نفس چه دعمرونو له محبسه وزې
دزولنوپه ما تولو کې چا نه ولیدم
لکه بیړی ګوګل مې ډک له فر يا دونو وړمه
شپه دتوپان وه ډوبیدلو کې چا نه ولیدم
دحق ناری مې له زندانه تر یزدانه تللې
دافسانو په جوړولو کې چا نه ولیدم
دجهانې په شان مې شپې کړې دیارانو سپینې
په تورو ورځو ژړیدلو کې چا نه ولیدم