غزل

زه بلبل ستا د وصال يم بوستان څه دی

رحمان بابا

زه بلبل ستا د وصال يم بوستان څه دی

ستا د وصل په نسبت گلستان څه دی

چې اشنا شي ستا له دره له ديواره

انتظار يې په روضه د رضوان څه دی

چې روزي يې شهادت شي ستا له تېغه

احيتاج يې په چشمه د حيوان څه دی

چې مسکن يې د زړه ستا د زلفو خم شي

وهغو ته د عطارو دوکان څه دی

هر چې لاندې خپل صورت تر خپل قدم کا

عرش يې لاندې تر قدم شي اسمان څه دی

بوالهوس که بوسه غواړي له تا څه شو

هر رنگ هر رنگ ويل کاندي نادان څه دی

زه چې ستا له غمه ژاړم آه فرياد کړم

برق و رعد چکاره دي، باران څه دی

ځان جهان مې هسې ستا په مينه هېر دی

نه پوهېږم چې ځان څه دی جهان څه دی

ته چې نه گورې وماته لږ مې پوه کړه

په دا کار کې دې ضرر او نقصان څه دی

زه بې صبره يم که مهر د ستا نشته

له دې دواړو دې په زړه کې گومان څه دی

که ستا سترگې دي قاتلې زه مقتول يم

وايه نور دې په خاطر کې ارمان څه دی

چې مې وينې ترومې څه پوښتې له حاله

له عيانه احتياج د بيان څه دی

هر چې وايې ستا رسۍ درحمان غاړه

و توانا وته حجت د نادان څه دی