غزل

زه چې خپل قدم د عشق په خوني را ږدم

خوشحال خان خټک

زه چې خپل قدم د عشق په خوني را ږدم

هر زمان له تنه سر لکه گياه ږدم

د جمال خوبي دې زياته تر آفتاب ده

د نظر د پاره نوم درباندې ماه ږدم

درسته شپه چې ستا له غمه سره تاو شم

هر سحر په افلاکونو باندې آه ږدم

که ته تېغ د جفا و کاږې و مانه

ستا و تېغ و ته به سر لکه گياه ږدم

که مې چېرې لاس د واک در ورسېږي

په سپين مخ به دې د غاښ نخښې سياه ږدم

بېچاره خوشال چې ستا د ور گدای شو

ځکه زه ورباندې نوم د بادشاه ږدم