غزل
زه چې خپل قدم د عشق په خوني را ږدم
Khushal Khan Khattakزه چې خپل قدم د عشق په خوني را ږدم
هر زمان له تنه سر لکه گياه ږدم
د جمال خوبي دې زياته تر آفتاب ده
د نظر د پاره نوم درباندې ماه ږدم
درسته شپه چې ستا له غمه سره تاو شم
هر سحر په افلاکونو باندې آه ږدم
که ته تېغ د جفا و کاږې و مانه
ستا و تېغ و ته به سر لکه گياه ږدم
که مې چېرې لاس د واک در ورسېږي
په سپين مخ به دې د غاښ نخښې سياه ږدم
بېچاره خوشال چې ستا د ور گدای شو
ځکه زه ورباندې نوم د بادشاه ږدم