غزل
زه چې ستا د مخ گلزار گورم په کور کې
خوشحال خان خټکزه چې ستا د مخ گلزار گورم په کور کې
د بهار گلونه وسېځم په اور کې
ما په دا تندي اخستي ستا د پاره
که زه تا غوندې يار موم په پېغور کې
د ټولي په مخ کې ځي په شين شين
لکه مست هاتي چې يون کاندي په ډور کې
اوس په هرچېرته جهان په بلا ډک شو
که پخوا به لباسي وو په لاهور کې
په قراره قرارۍ که نورڅوک خوښ دي
ما دې خدای لري دعشق په شر و شور کې
که رستم دزمانې شې گومان مه کړه
زمانه به دې پرې نږدي په خپل زور کې
د سېلمان په گوتې کښلې دا وينا وه
چې دا تخت به د سلېمان نه وي په گور کې
د خوشال دې له هغو نه لاس په سر وي
چې په ځای د گوتې غواړي په څلور کې