غزل زه چې ستا د مخ گلزار گورم په کور کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه چې ستا د مخ گلزار گورم په کور کې د بهار گلونه وسېځم په اور کې 02 ما په دا تندي اخستي ستا د پاره که زه تا غوندې يار موم په پېغور کې 03 د ټولي په مخ کې ځي په شين شين لکه مست هاتي چې يون کاندي په ډور کې 04 اوس په هرچېرته جهان په بلا ډک شو که پخوا به لباسي وو په لاهور کې 05 په قراره قرارۍ که نورڅوک خوښ دي ما دې خدای لري دعشق په شر و شور کې 06 که رستم دزمانې شې گومان مه کړه زمانه به دې پرې نږدي په خپل زور کې 07 د سېلمان په گوتې کښلې دا وينا وه چې دا تخت به د سلېمان نه وي په گور کې 08 د خوشال دې له هغو نه لاس په سر وي چې په ځای د گوتې غواړي په څلور کې Dictionary meaning × Headword