غزل
زه چې هسې په تعجيل او په شتاب ځم
خوشحال خان خټکزه چې هسې په تعجيل او په شتاب ځم
خرابات لره په هيله د شراب ځم
د ساقي د لاسه می چې تناول کړم
بيا په بېرته به بېخوده مست خراب ځم
د ساقي د مخ جذبه مې مخ ته بولي
چې دا هسې ميکدې ته په ترتاب ځم
درد د درد می يې له خمه دي نوشلي
اوس په هيله په اميد د می ناب ځم
چې مې نه شي بله يو سر بل سر سترگې
له جهانه مخ پوښلی په نقاب ځم
له دوو سترگو مې روان د اوښکو سيند شو
ددې سيند د پاسه زه لکه حباب ځم
خوب و خور مې له خاطره فراموش دي
د جمال په خيال يې درسته شپه په خواب ځم
د محبوبې د جمال شغلې آتش دی
زه خوشال يې له ليدلو زړه کباب ځم