غزل
زه د ستا له غمه ژاړم واړه وينې
رحمان بابازه د ستا له غمه ژاړم واړه وينې
واړه وينې ، واړه وينې، واړه وينې
خود مې وينې چې په تش کاته دې مړ يم
لا خنجر په کاڼي مږې دل سنگينې
هر زمان مې په حضور د سترگو وژنې
لا يقين دې د زړه نه شي بې يقينې
عالم ستا په مينه ژوي نه پوهېږم
زه په څه سبب وژلی يم ستا مينې
ډېر عالم به نمري رنگ کا معلومېږي
تا چې هسې جامې واغوستې رنگينې
پښې يې نه وي چې وبله خوا ته درومي
هسې سکڼي په غمزه دعاشق سپينې
که صورت مې پر بله پورې معلومېږي
زړه مې ستا له غمه چاود دی نازنينې
هغه څوک دی چې تر تا به بهترين وي
ای تر واړو مهرويانو بهترينې
چې دې زلفې د رحمان په زړه ورېځ کړې
تر بڼو يې ځکه څاڅي اوبه سپينې