غزل

زه د يار په درد و غم کې شادمان يم

رحمان بابا

زه د يار په درد و غم کې شادمان يم

لکه گل د پرېشانۍ په وخت خندان يم

د يار غم زما ښادي ده سر تر پايه

لکه شمع په سوختن سره روښان يم

زه چې ورک په کمينۍ لکه ذره شوم

د خورشيد په څېر څرگند په درست جهان يم

د طلب سرگرداني زما بزرگی شوه

د تمام جهان په سر لکه اسمان يم

له راستيه شاه گدا راباندې يو شو

مروت د هېچا نه کړمه ميزان يم

ته زما و بې کسۍ ته نظر مه کړه

خدای ساتلی لکه گنج په بيابان يم

لکه ونه د ځنگل په مېوه پوره

په ويرانه ويرانۍ کې آبادان يم

يو وېښته مې د صورت بې عشقه نه دی

څوکيدار په هر نفس د خپل کاروان يم

د وصال مرغه د اوښکو دانو راکړ

لکه لعل و دُر په غاړه دخوبان يم

د کاملې عقيدې له برکته

د دونهې په غاړه ناست شاه جهان يم

روښنايي مې په طلب کې شوه حاصله

شپه او ورځ لکه آفتاب په لار روان يم

د اشنا د اوږدو زلفو صفت څو کړم

پلی سر په لويه لار دهندوستان يم

بې له مينې مې هېڅ حال د صورت نشته

لکه بې مال او متاعه تش دوکان يم

د هوس بلبل ويسا راباندې نه کا

د افلاس په کبل ډکی دخزان يم

ويارانو وته خاک تر تلي لاندې

ددې نور جهان په سر لکه اسمان يم

چې د يار په مينه سر و مال ښندمه

خلکو واوری زه هغه عبدالرحمان يم