غزل

زه دې پرې يستم له خپله زوره شوره

رحمان بابا

زه دې پرې يستم له خپله زوره شوره

په څو گران يې ته د عشق نا تاره زوره

که د ځان وينې مې تل د ځن خوراک وي

خدای مې مه کړه د زړه مينه له تا نوره

چې د ستا له اشنايۍ له عهده ووځم

رب مې مه کړه په دا شانې دعوی سپوره

چې په تله د سر و مال ورځنې نه ځې

عجب شان لرې د عشق عظيمه توره

په زورل دې ډېره نفعه راته رسي

څو دې زړه څو دې رضا هومره مې زوره

ربه روی د ستا د دوست مې دی دروړی

د بېلتون د سخت ساعته مې وژغوره

که گدز په قبرستان زما ديار شي

سر به هسک کړم زه رحمان ورته له گوره