غزل

زه خوشال د يار ديدن وته تلوار کړم

خوشحال خان خټک

زه خوشال د يار ديدن وته تلوار کړم

تل بلبلې ځلبلاندې د بهار وي

د بڼو غشي يې کل واړه دلدوز دي

عاشقان د دغو غشيو غم اندوز دي

نن مې بيا په نظر کښېوته مهوشه

تر لباس يې شرمنده اهل نوروز دي

په مثال يې توره شپه دا تورې زلفې

گلعذاريې څراغونه شب افروز دي

په بار خوباندې يې خرپ دی د غاښونو

دا چيچل مې دعاشق نو آموز دي

اغوستن لره يې پاڼې د سوسن دي

که د نورو جامې روغې شمند روز دي

د کوترې اشارت د ديو مر گ دی

د عاشق تر کله تېر بازونه بوز دي

سر تر پايه په لمبه باندې گذر کا

دخوشال ويل په دا سبب دلسوز دي