غزل زه خوشال د يار ديدن وته تلوار کړم Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه خوشال د يار ديدن وته تلوار کړم تل بلبلې ځلبلاندې د بهار وي 02 د بڼو غشي يې کل واړه دلدوز دي عاشقان د دغو غشيو غم اندوز دي 03 نن مې بيا په نظر کښېوته مهوشه تر لباس يې شرمنده اهل نوروز دي 04 په مثال يې توره شپه دا تورې زلفې گلعذاريې څراغونه شب افروز دي 05 په بار خوباندې يې خرپ دی د غاښونو دا چيچل مې دعاشق نو آموز دي 06 اغوستن لره يې پاڼې د سوسن دي که د نورو جامې روغې شمند روز دي 07 د کوترې اشارت د ديو مر گ دی د عاشق تر کله تېر بازونه بوز دي 08 سر تر پايه په لمبه باندې گذر کا دخوشال ويل په دا سبب دلسوز دي Dictionary meaning × Headword