غزل
زه رحمان د آزادۍ په طلب گرځم
رحمان بابازه رحمان د آزادۍ په طلب گرځم
لرې نه د ورو زلفو له زنځيره
خو به وران شې د دنيا بازاره تاړه
هر نفس د بېلتانه په تاخت لتاړه
لا غونچې په باغ کې سترگې سپړ دې نه وې
چې خزان يې د زړه مينه کړه ويجاړه
هسې باد پرې د فنا له لوريه والوت
د لاله کوله يې پرې يسته له ناړه
يوه هسې بې سوزي مې شوه په برخه
چې سردي يې لا بتره ده تر ساړه
څه بزرگي به يې د باز د همای نه شي
زياني ذکر که سل رنگه کا خراړه
که زر سل کاله يې تېر شي په اوبو کې
په نرمۍ به نرمه نه شي وچه تراړه
تر دا هسې عمره نه عمر بهتر وي
هرچې حال يې ځنکدن شي عمر واړه
تر خلاصي ځنې بندي ښه يې رحمانه!
چې د يار د زلفو ځېل دې شي په غاړه