غزل
زه رحمان په سل حلقو د زلفو بند يم
رحمان بابازه رحمان په سل حلقو د زلفو بند يم
لا د پاسه يو پېزوان شه بله نته
چې څلی يې ستا د څڼو شه په گوته
په تحقيق توره بلا تېروي سر ته
چې په توره شپه په توره بلا سر شي
د ژوندون اميد به څه وي و هغه ته
ستا د زلفو د زنځير هسې حلقې دي
چې د اور شعلې يې خېژي تر هر وته
و هر چا وته چې دا بلا شي پېښه
په ژوندون به يې څېره نه شي ثابته
ستا بلا به عاشقان اخلي دلبره
په هاتيانو ويسا څوک کا بې مهوته
ما رحمان چې څوک جارباسي ستا له مينې
گويا عين نصيحت وايي وده ته