غزل
زه تېر شوی يم تر سر
رحمان بابازه تېر شوی يم تر سر
په طلب دخپل دلبر
څو ژوندی يم په دنيا کې
پرې به نه ږدم دغه در
د اشنا په طلب گرځم
وچې شونډې لېمه تر
يو قدم مې دی په بحر
بل قدم مې دی په بر
دواړه لاس مې دي نيولي
هم په شام هم په سحر
مناجات مې دي و خدای ته
که يې ووينم بشر
همېشه له خپله بخته
گيله مند يم مرور
چې په ما يې پېرزو نه کړ
د خوبانو يونظر
هم يې ونه ښوو ماته
بې له عشقه بل هنر
عاشقي مې خدای رسوا کړه
په جهان کې لکه نمر
نصيحت راباندې نه کا
لکه موی هومره آثر
واوره غوږ باسه ناصحه
کوتاه وايم مختصر
په مولی مې دې سوگند وي
هم په ورځ د پيغمبر
جارواته مې بېرته نشته
چې عالم شه راخبر
تر مينه به يې ځار کړم
که مې سيم دی که مې زر
که مې سيم دي که مې زر دي
که مې دُر که مې گوهر
زه رحمان تر هرڅه تېر يم
تېر به نه شم تر دلبر