غزل
زه هغه سړی يم چې قلم واخلم په لاس
خوشحال خان خټکزه هغه سړی يم چې قلم واخلم په لاس
ناظر مې عطارد شي چې به څه کي په قرطاس
نائب دی د تقدير زما تدبير په مصلحت کې
صائب دی زما فکر د هر امر په اساس
د تورو په ميدان کې چې سودا وی د سرونو
هغه زمان مې گوره تل به سور وي زما اس
حاسد مې لکه کاڼی د صحرا په هيڅ حساب دی
په قدر په قيمت کې يا ياقوت يم، يا الماس
که حال مې د قضا په حکم هسې محول وي
قمر و ته نظر کړه کله بدر، کله کاس
ظاهر لکه شهباز يم که و ما وته نظر کړې
باطن لکه خورشيد يم، هيڅ مې مه غواړه په قياس
که لافې د کوزيه، د هسکۍ و هم باور کړه
تر تورو خاورو کوز يم، تر اسمانه يم لا پاس
ويل کوې و چاته چې دما ويل سره زر دي
ړندو وته خوشاله! لکه زر هسې رساس