غزل زه هغه سړی يم چې قلم واخلم په لاس Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زه هغه سړی يم چې قلم واخلم په لاس ناظر مې عطارد شي چې به څه کي په قرطاس 02 نائب دی د تقدير زما تدبير په مصلحت کې صائب دی زما فکر د هر امر په اساس 03 د تورو په ميدان کې چې سودا وی د سرونو هغه زمان مې گوره تل به سور وي زما اس 04 حاسد مې لکه کاڼی د صحرا په هيڅ حساب دی په قدر په قيمت کې يا ياقوت يم، يا الماس 05 که حال مې د قضا په حکم هسې محول وي قمر و ته نظر کړه کله بدر، کله کاس 06 ظاهر لکه شهباز يم که و ما وته نظر کړې باطن لکه خورشيد يم، هيڅ مې مه غواړه په قياس 07 که لافې د کوزيه، د هسکۍ و هم باور کړه تر تورو خاورو کوز يم، تر اسمانه يم لا پاس 08 ويل کوې و چاته چې دما ويل سره زر دي ړندو وته خوشاله! لکه زر هسې رساس Dictionary meaning × Headword