غزل

زه يو دم دا ستا له غمه بې غم نه يم

رحمان بابا

زه يو دم دا ستا له غمه بې غم نه يم

بې غم ستا له ذکره فکره يو دم نه يم

هر زيارت لره چې درومم مراد مې ته يې

زه زاير د بُت خانې د حرم نه يم

ستا د در په تورو خاورو باندې خوښ يم

بې تاخوښ په تماشا د ارم نه يم

چې د ستا په تماشا يم خبر شوی

نور خبر په تماشا دعالم نه يم

بې دستا له زېبا مخه و بل مخ ته

منتظر د يوې ستنې تر سوم نه يم

که دستا دښکلي مخ عاشقان ډېر دی

زه په واړو کې اول يم دويم نه يم

که له غمه دې ونه مرم هاله وايه

چې يا دېو يم يا دواب يم آدم نه يم

زړه مې ستا په غمزه غوڅ دی غزا وشوه

که په لاسو په پښو روغ يم کړم نه يم

سم قامت لکه الف يم په راستۍ

لکه غشی څه فساد لره سم نه يم

خم دزلفو يم محراب د کږو وروځو

څه دمار و دلړم په څېر خم نه يم

که مې کم و بېش له لاسه واقع کېږي

يم سړی شکم لرم بې شکم نه يم

زه رحمان د بېلتانه له لاسه ژاړم

واقعه ده ډېره گرانه هېڅ گرم نه يم