نظم
ذکر د نکاح د ايجاب قبول وغيره
خوشحال خان خټکښځه نر چې سره يار شي
په نکاح سره لوی کار شي
سره يو تن شي دوه تنه
دا وينا ده مبرهنه
لکه دوه ونې پيوند شي
ترې پيدا دمېوې خوند شي
چې حلال نکاح مهوشه
وي تر ځان تر هر چا خوشه
چې نعمت ترې پيدا کېږي
چې فرزند ورځنې زېږي
فرزندان دي چې شاهان دي
اولياء هم فرزندان دي
صد رحمت پر ښې مېرمنې
چې درې راوړي په لمنې
نکاح فرض دی زما ياره
له قرآنه له اخباره
که څلور مېرمنې کاندې
په نکاح رحمت ورباندې
که يوه کا يوه ښه وي
چې يوه يې اندېښنه وي
په دولت به ورک پېغور کا
چې دوه درې کا يا څلور کا
گڼه ولاړ تر کمر پرېوت
چې د ډېرو په غم کېوت
که څوک ما پوښتي له حاله
يوه هم مه وی ای لاله
چې دوران د عالم گير شه
درست جهان اخته په وير شه
خپل باور نه شي په کوېټي
څوک به څه کاندي نور پېټي
چې بادشاه په عقل پور وي
پرښانه ته خلق جوړ وي
که بالغه حره غواړې
پنځه شرطه دي د غاړې
يو حضور د خواهنده دی
پل حضور د دهنده دی
بيا رضا د مرد ای ياره
بيا رضا د زن وشماره
بيا حضور گواهان بويه
يا يو نر دوه ښځې زويه
که خندا و کا رضا ده
که ژړا وکا رضا ده
که خاموشه وي خوله پټې
هم رضا ده غوټې پټې
که ولي يې حاضر نه وي
درست جواب د ښځې ښه وي
يا چې هسې څه څرگند کا
چې رضا غوند پيوند کا
که د کونډۍ گنډه کېږي
په ښکاره دې وويېږي
د کابين طلب دې وکا
د رضا دليل دې ښه کا
په زبان دمرد رضا ده
هسې نه چې په ايما ده
که د بيع په لفظ کېږي
هم ايجاب قبول رغېږي
په سرود که درته وايې
چې فلانکيه ته زما يې
ښځه هسې چې څرگند کا
چې رضا غوندې پېوند کا
دا لا هم ايجاب قبول دی
چې يې نه مني فضول دی
د هلک حکم نور دی
د دوی واک د پلار و مور دی
که دا نه وي بيا نيکه دی
که دا هم نه وي بيا تره دی
يا يې مور بويه حاضره
چې پرې غوټه شي خبره
که دا هم نه وي ای ياره
نيا وراره ولي وشماره
چې ددې ذوالار حام دي
د مور پلار قائم مقام دي
که عمه وي که خاله وي
چې دا کار پرې حواله وي
ددې واړو رضا شينه
چې غم خور د جنۍ وينه
که يو بل مصلح ولي کا
د نکاح کار دې جلي کا
چې نکاح يې منعقد شي
ښځه نر سره نامزد شي
نور په نور چا نه رغېږي
که يې کاندي خرامېږي
ښه د شرع نکاح دا دی
چې په هر توکي روادی
چې دا لور د فلان فلانه
په نکاح درکړه ما تانه
مرد ووايي په ژبه
چې قبوله نور دده ده
هم په دا کې کار دمهر
په ويل دې کا په جهر
چې دا هسې نکاح وشي
غورېده يې په بل رنگ نه شي
يا په خلع ياطلاق دی
په دا دوه توکه فراق دی
که کابين تر لس درمه
کم وي بد به شي مکرمه
يا چې زيات وي له ديناره
يا تر لس درمه ياره
چې نکاح شي بې کابينه
شک ومه کړه کابين شينه
که دعوا وکا پرې باندې
مهر المثل به ورکاندې
که نکاح ور سره وکا
بې دخوله بيا يې نه کا
پرې متعه واجبه شينه
متعه درې خرچوري وينه
يو څادر بل پېراهن دی
بل مقنع چې مبرهن دی
مسلمانه که کافره
روا نه ده برابره
که جهوده که ترسا کا
عيب هيڅ نشته روا کا
کتابي که کا مؤمنه
بده چاره ده عيب جنه
که جهوده که ترسا وي
يا که گبره څوک نسا وي
په نکاح يې کړه عورته
بويه دا له روايته
چې اسلام ورته عرضه شي
هر احکام ورته عرضه شي
اول دين به دې قبول کړه
بيا ددې سره دخول کړه
که په خپل ملت اشنا وي
که جهوده که ترسا وي
بياچې ښه مناکحت شي
نور دده سره صحبت شي
که په کار کې وي ابتره
په خپل دين نه وي خبره
دا د اهل کتاب نه ده
چې د سوال و جواب نه ده
په نکاح نه روا کېږي
که اسلام راوړي رغېږي