نظم
زما گناه
ګل پاچا الفتنه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا گم شو! کله ويلي دي
نوره گناه نلرم په دې گناه مې مه نيسه
زړه کښې چې يې پټ ظالم ته بدغوندې کتلی دي
وخت د اعتراف دی گناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي
دا گناه د سترگو که دزړه ده نه پوهېږمه
بدمې چې ليدلی خدايږو بدمې هم گڼلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جگه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ماليدلي دي
زه يې په ليدلو او ويلو گناهگار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي
نه يمه خاين په خيانت دنورو پوه يمه
پوهه که گناه وي خلق ټول اوس پوهېدلې دي
دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دی ټيټ سرونه هم
ستا مخکښې چې سم نشوه سم کله چليدلی دي
هېڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان د تا غلام گڼي
ما غلامانه ذهنيتو نه پېژندلی دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل رياست ته رسېدلي دي