غزل

ځان چې پېژني که گورې ښه هغه

خوشحال خان خټک

ځان چې پېژني که گورې ښه هغه

چې نا حق په ځان غره دی څه هغه

واړه زړونه فراغت وي په ښادۍ کې

چې په غم کې مردانه شي زړه هغه

سلامت لره يې نور عالم پيداکړ

ملامت لره چې روغ دی زړه هغه

يا ياري يا اغياري ده که يې گورې

په دا دوه کې نه ته دا شوې نه هغه

چې تر تانه وړاندې وروستو ځي مله نه دي

چې په لار درسره سم ځي مله هغه

چې په عق سره ژوندي دي هغه نه مري

چې بې عشقه ژوندي گرځي مړه هغه

چې دروغ تر خوله وباسي کله خوله ده

چې رښتيا تر خوله وباسي خوله هغه

هيڅ حجت له هيچا مه کوه خوشاله!

هر چې تا وته څوک وايي ته هغه