غزل ځان چې پېژني که گورې ښه هغه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ځان چې پېژني که گورې ښه هغه چې نا حق په ځان غره دی څه هغه 02 واړه زړونه فراغت وي په ښادۍ کې چې په غم کې مردانه شي زړه هغه 03 سلامت لره يې نور عالم پيداکړ ملامت لره چې روغ دی زړه هغه 04 يا ياري يا اغياري ده که يې گورې په دا دوه کې نه ته دا شوې نه هغه 05 چې تر تانه وړاندې وروستو ځي مله نه دي چې په لار درسره سم ځي مله هغه 06 چې په عق سره ژوندي دي هغه نه مري چې بې عشقه ژوندي گرځي مړه هغه 07 چې دروغ تر خوله وباسي کله خوله ده چې رښتيا تر خوله وباسي خوله هغه 08 هيڅ حجت له هيچا مه کوه خوشاله! هر چې تا وته څوک وايي ته هغه Dictionary meaning × Headword