غزل زړه چې نه وي مبتلا خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 زړه چې نه وي مبتلا پرې دې سازه شي بلا 02 تر عاشق دې صدقه شي که زاهد دی که ملا 03 عاشق هر زمان غزا کا په تېره توره د لا 04 که عاشق د يار په تېغ مري پرې منت دی د يار لا 05 زاهد خوښ کونج دخلوت کړ عاشق خوښ د يار بالا 06 گل د عشق دی غوړيدلی و عاشق ته ده صلا 07 د ادنی چارې ادنی وي د اعلی چارې اعلی 08 که شيخې زاهدي غواړې په خپل لاس کې ده لالا 09 لکيور دستار په سر کړه سر وهه په مصلا 10 يا مسواک کېږده په سر کې يا يې وټومبه تر ملا 11 په تسبيح خوځوه شونډې نور ټگي کوې که غلا 12 مرد هغه گڼه خوشاله! چې يې کېږي مشغولا د قاموس مانا × اصلي کلمه