غزل زړه چې نه وي مبتلا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 زړه چې نه وي مبتلا پرې دې سازه شي بلا 02 تر عاشق دې صدقه شي که زاهد دی که ملا 03 عاشق هر زمان غزا کا په تېره توره د لا 04 که عاشق د يار په تېغ مري پرې منت دی د يار لا 05 زاهد خوښ کونج دخلوت کړ عاشق خوښ د يار بالا 06 گل د عشق دی غوړيدلی و عاشق ته ده صلا 07 د ادنی چارې ادنی وي د اعلی چارې اعلی 08 که شيخې زاهدي غواړې په خپل لاس کې ده لالا 09 لکيور دستار په سر کړه سر وهه په مصلا 10 يا مسواک کېږده په سر کې يا يې وټومبه تر ملا 11 په تسبيح خوځوه شونډې نور ټگي کوې که غلا 12 مرد هغه گڼه خوشاله! چې يې کېږي مشغولا Dictionary meaning × Headword