غزل

زړه مې ډوب ډوب کېږي ستا دغم په غلغلو کې

رحمان بابا

زړه مې ډوب ډوب کېږي ستا دغم په غلغلو کې

هسې لکه څوک چې مستغرق شي په اوبو کې

ستا د عشق له موجه په هېڅ لوري وتی نه شم

دواړه لاس مې پرېواته دعقل په لامبو کې

ستل توبې مې ماتې کړې وانه وښت له عشقه

ساويسا مې نوره پاتې نه شوه په توبو کې

ته چې له ما ځې زما د اوښکو باران گوره

رخ د سفر هېڅ نه دی په دا گڼو شېبو کې

ته يوه سپوږمۍ نه هزار ستوري له اسمانه

بې تا به څوک څه وکا دخلکو په جنبو کې

عشق و عقل دواړه سره ضد دي که پوهېږي

کله کړي آرام د اور بڅري په پونبه کې

هر څوک چې د عشق په آتش سوي دي رحمانه!

خدای دې ابراهيم غوندې نگاه کا په لمبو کې