غزل
زړه مې ستا په ذکر فکر گلستان دی
رحمان بابازړه مې ستا په ذکر فکر گلستان دی
تن مې ستا له غمه پاڼه دخزان دی
ستا د غم له بحره هسې بهره مند يم
چې په سترگو کې مې جوړ د دُرو کان دی
ستا کتو مې عجب زخم په زړه وکړو
چې هم وينې ترې بهېږي هم خندان دی
هسې رنگ مې دخپل زړه له وينو واخيست
ځې ځان درست راته په شکل دجانان دی
که د ستا د زلفو مار کاندي خونونه
ما موندلی ځنې عمر جاودان دی
ځنکدن که هر څو تريخ و تلخ وايه شي
ستا د لبو په مدد اب حيوان دی
اشنايي تر جدايۍ کمزورې نه ده
معطر په بوی دمصر درست کنعان دی
لکه لمر په څلورم اسمان ليده شي
محبت په سل حجابه کې عيان دی
نور د شمعې په فانوس کله پټېږي
عشق د عقل په پرده کې نمايان دی
که د ستا په مخ کې بوی د حجاب نشته
زه له ډېرې ځلې وايم چې نهان دی
طاوس رنگې زلفې چا دي سهي کړې
چې هر مو يې په څو رنگه په څو شان دی
بې پردې به حسن نه وي چا ليدلی
که څوک وايي چې ليده شي تش گومان دی
ښادي غم غوندې اسانه مونده نه شي
سور په خپلو وينو لعل د بدخشان دی
که وصال په هر زمان وی هسې درېغه
لکه غم چې دهجران په هرزمان دی
بې دسا له ملاقاته چې مشکل شه
نور مشکل واړه په ما باندې اسان دی
هم په دا راته اسان شو نور غمونه
چې ستا غم دحد په هورته راته گران دی
يونفس به دې له دره بېرته نه شم
څو مې يو نفس باقي په دا جهان دی
قافله دصبر هېڅ ويسا پرې نه کا
ستا له غمه مې منزل د زړه ويران دی
لکه سر و سامان ستا د زلفو نشته
هسې زړه زما بې سر و بې سامان دی
لکه تا چې تور گيسو په مخ پرېشان کړ
هم مې هسې خراب زړه پسې پرېشان دی
خوار خاطر به د رحمان سلامت څو وي
چې گذر يې ستا په چاه زنخدان دی