غزل زړه څو به پټ پټ ځان له ژاړې ماته ووايه رحمت شاه سائل د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 وايه په زړه څه لرې څه غواړې ماته ووايه 02 اوس خو زما زړه زما زړه نه دى تا نيولى دى 03 ته که ترې خداى ده چرته لاړې ماته ووايه 04 نه کښينو جانانه چرته څوک به راشي نه کښينو 05 څه چې راته وائې په ولاړې ماته ووايه 06 زه به دې منظر دې تماشې لره درنه شم خو 07 ته چې خپله کډه کوډه نغاړې ماته ووايه 08 دا راز به په دغه ورځ رسوا کړم ځان به وسيزم 09 شونډې که دې تراړې تراړې لاړې ماته ووايه 10 دا ژوند که مو هم سائله غېږ په غېږ شريک نه کړو 11 مرګ له به شريکې ورکړو غاړې ماته ووايه د قاموس مانا × اصلي کلمه