غزل
زمانه راته په څو پرته په څو وه
خوشحال خان خټکزمانه راته په څو پرته په څو وه
زه يې واخيستم خوني مزری درو وه
وداني يې په ډېر غم په ځيگر خون وه
وېراني يې راشه گوره په څه دو وه
د بې دردو ياري ما غنم گڼله
چې مې وليدله سر تر پايه جو وه
تندر تل په مناره باندې پرېوځي
د خسوف بلا د مياشتې په پرتو وه
حق نا حق يې وچ لانده وبله کښېښول
ظالمي د اورنگ زېب پره دلو وه
هغه تور هندو بچه به چېرته غواړم
چې زما د زړه متاع باندې گرو وه
د زړه نوي ښه ياران وو خدای جدا کړل
د خوشال د زړه دمه په هغه نو وه