غزل

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك

Khushal Khan Khattak

كــــــــــــه زه نه واى تا به ځـــــــــــــــان لره بلل څوك

په پالنـــــــــــــگ به دې داهسې درختـــــــــل څوك

واړه عشق دى چې يې سر راته گيـــــــــــاه كړ

گڼه ! زه په ځان مين د سر ښنـــــــــــــــــدل څوك

چې پتنگ ته روښنـــــــايي دڅراغ ښكاره شي

نو له څراغــــه نه يې غواړي جاروتــــــل څوك

بدرگــــه كه محبـــــــت راســـــــــــــــــــــره نه واى

يك تنها به په خونخوارو لارو تلـــــــــل څوك

د دې ميـــو پيالـــــــــــې ډېرو دي اخيـــــــستې

ولې ما غوندي به نه وي لايعقـــــــــــــــــــل څوك

د زنخ په چـــــــــــاه دې بند د شونډو مســت وي

روغ هوښيار به په كوهي كې پرېوتــــل څوك

ته په خپله راته ووايــــــــــــــــــي چـــې وايــــــه !

گڼـــــــــــه ! زه د مينــــې راز ښكاره ويـل څوك

ته مې وژنـــــــه د قصاص اندېښنــه مه كړه !

د خپل خون په تور به ونيسم يو بــــل څوك

ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديـــــــــږي

په فاني دنيــــا به نه وي ژوندي تــــل څوك