نظم ادب د اوبو د څښلو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ادب دا دی چې اوبه څښې په درې دمه به يې ته څښې 02 چې يې نوش په يوه دم دی هغه اوښ دی نه آدم دی 03 بسم الله اول ووايه د اوبو په څښه خوش رايه 04 که د پوه په لار ولاړې اوبه مه څښه په ولاړې 05 څوک چې کښېني اوبه څښينه رنځ زحمت به نه ورځينه 06 يا الحمدالله زده کړه په اوبو سينه سړه کړه 07 ښې سړې اوبه په اوړي پسې زه يم بوړي بوړي 08 دا نعمت که سړی مومي چې يخ آب په اوړي شومي 09 په هر گوټ چې سپاس نه کا نا سپاس دی کله ښه کا 10 که دماتې کوزې ماء خوري سراسر واړه بلا خوري 11 چې په مات لوښي کې څښينه بد که څښينه يا که خورينه Dictionary meaning × Headword