غزل
ای چې اصل دې يوه قطره مني ده
Khushal Khan Khattakای چې اصل دې يوه قطره مني ده
په دا هسې رنگ وجود دې څه منې ده
راشه! زړه ورپورې مه تړه نادانه
که يې گورې دا فاني دنيا دنې ده
عارفانو ته ترخه شوله تر زهرو
په غافل باندې شېرينه تر گني ده
له گدايه نه لا څه خو مخ جار باسي
تل تشنه ناسته په وينو د غني ده
روغ يې واړه په کمند د مکر بندکړل
آزادي که ځنې شته د لېوني ده
تل دې خوښ د خوشال زړه د عشق په کار وي
خو يو عشق دی چې دده خوښي هني ده