غزل

ای په خپل گومان کې بړوسه

Khushal Khan Khattak

ای په خپل گومان کې بړوسه!

له اصلي کاره مايوسه!

دانه، نه يې چې دې مغز وي

بې دانې حبطه بوسه!

و خپل عيب وته ړوند شوی

د پردي عيب جاسوسه!

په کرده د مرد قيمت دی

نه په لاف، په ټسه ټوسه

چې پيدا يې خوشبويې شوه

اگر ښه شو تر آبنوسه

د توتي برابر نه يې

که نگار لرې طاوسه!

که غوټه کړې په چر گوړيو

په دا باز نه شوې ټپوسه!

لعل و دُر پرې حبطه دي

چې رنگ نه لري عروسه

راشه ، مخ په آيينه کړه!

چې څېره شي در معکوسه

د خوشال خټک توبه ده

ستا له زرقه له سالوسه