غزل
بخت دولت دا دواړه توکي فلکي دي
Khushal Khan Khattakبخت دولت دا دواړه توکي فلکي دي
نه په ذات نه په ښايست په زيرکي دي
دم به نه وهې په دم وهل کې زيان دی
ننداره دې د جهان کا چې ذکي دي
غم، اندوه، شدت هغه وروړي خپل زړه ته
چې په کار د مشيت په زړه شکي دي
په يوه نسب کې نېک و بد پيدا شي
محمد و بولهب دواړه مکي دي
چې په عقل پوهه کم دي تر هلکو
نن هغه د دنيا مال لري لکي دي
د مردانو قدر ورک شو بلا دا شوه
چې په هر چا پورې ږيرې غيڼکي دي
چې دپلار په خوی پيدا دي هغه زويه
چې د مور په خوی پيدا شول کوسکي دي
څوک په غم د نام و ننگ په جهان راغلل
څوک په فکر د طباخ د ښانکي دي
هيچا ما سره ياري نه کړه تر سره
خټک واړه پوز پرېکړي بوڅکي دي
نه يې بوی شته نه يې رنگ شته نه يې خوند شته
حاسدان مې د سپلميه خټکي دي
په زمان، زمان يې څرخ وي و بل لور ته
اندېښنې د زړه په مثل توتکي دي
کله يو سر کله بل سر لکه کوډه
تدبيرونه د هلکو مردکي دي
رنگا رنگ ويل دې خدای لره خوشاله!
دا ويل دې لکه غشي ناوکي دي