غزل

بړ بړ رايشه نوروزه دل افروزه

Khushal Khan Khattak

بړ بړ رايشه نوروزه دل افروزه!

ستا په وخت مې اسوده شي سترگې، پوزه

ستا په وخت سترگې د باغ گلونه گوري

پوزه هم کاندي د بوی خوښي اندوزه

غوږ لا هم ستا له طفيله حظ حاصل کا

مغني شي عندليب په څو څو سوزه

په وصال د معشوقې عاشق فيروز شي

د گلزار په وخت بلبله وي فيروزه

خپل غوږونه ورته څک کړه، گوندې واروي

راز د مينې د بلبلو له للوزه

د نوروز له فيضه بوټی خالي نه وي

فيص يې رسي هم تر سپاندې، هم ترځوزه

که همه عمر د باغ گلونه گورم

زما خوا به پرې سړه نه شي هنوزه

د بهار هوا هر گوره ښه هوا ده

که آفت ورپسې ته نه وی تموزه!

په راتله ورلره ډېره خوښي راوړې

په خوشال باندې دې قدر دی نورزه!