غزل
بازيگر چې د باز يو صندوق واکا
Khushal Khan Khattakبازيگر چې د باز يو صندوق واکا
په يوه زمان کې څو بازي بر پا کا
نندارچي چې ورته گوري حيرانېږي
بازيگر چې په بازيو کې بلا کا
عارفان د سر په سترگو گوتې کېږدي
د خپل زړه په سترگو گوري تماشا کا
دا عالم لکه طفلان ورته ښکاريږي
د طفلانو په بازي پورې خندا کا
همېشه خوښي د چا ده، د هغه ده
چې په زړه کې د دنيا چارې فنا کا
د هغه په وفا څه خوښي خوشاله!
چې وفا درسره کا بيا زر جفا کا