غزل
همېشه مې تر پرهار وينې پرېږي
Khushal Khan Khattakهمېشه مې تر پرهار وينې پرېږي
که هر څو باندې دارو ږدم نه لږېږي
که فرياد له درده کړم ملامت نه يم
چې پرهار په پرهار وشي خو خوږېږي
همېشه مې د يار ياد د زړه سبق شو
چې ډېر ډېر يې يادوم زړه مې خوږېږي
زړه مې گل د نيلوفر، مخ يې آفتاب دی
نيلوفر مې و آفتاب وته کږېږي
د خوشال د خوشاليې وخت همدا دی
چې رباب، سرينده جوړ سره غږېږي