غزل
چې بندي د يار د زلفو په کمند دی
Khushal Khan Khattakچې بندي د يار د زلفو په کمند دی
بهانه يې دخلاصيه دغه بند دی
سر مې يار وته پېشکش کړ، لا شرمېږم
د نادارو عذر پټ نه دی، څرگند دی
نه شکرې دي، نه قند دي، نه بنات دي
د شهۍ د شونډو لا گوښی بل خوند دی
څه صفت د هسې حسن په غزل کړم
چې په نونس بابه کل مشکل پسند دی
څه به غم د مال و ملک د دين و دل کړم
چې لا ستا له غمه روغ گرځم انند دی
يوه زړه مې به دا هسې شندې نه کړې
کله هم د عاشقيې کار پسند دی
د خوشال خټک دې ستا په سر سوگند وي
که يې بې له تا په نور څه زړه خورسند دی