غزل چې دا هسې وروځې غوټه، کړې خبرې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې دا هسې وروځې غوټه، کړې خبرې بدخواهان به زړه رايخ که ښېوه گرې 02 يا زما تر فهم ښه شوې، عاشق ړوند وي يا څوک نشته په ښايست تر تا نادرې 03 ستا تر شونډو، تر غاښونو به يې زار کړم که ياقوت دي، که سره لال، که مرغلرې 04 دا څه جام د ميو نه دی چې يې ته څښې دا می وينې د عاشق دي چې يې نغرې 05 هغه کار لکه دوه تورې سترگې وکا هسې کار نه شي په توره په لښکرې 06 دوه قدمه بېلتون هم له ياره مرگ دی څوک په څو پايې ژوندي له ياره لرې 07 د بڼو ناوک يې ښوی درومي تر زړونو د ترکانو غشي ښوی درومي تر زغرې 08 دواړه شونډې د خوشال خټک په خوله کړه و توتيانو ورکوي خلک شکرې Dictionary meaning × Headword