غزل
چې نه لري ننگونه
Khushal Khan Khattakچې نه لري ننگونه
ويې مه وينې رنگونه
دا د ننگ د پاره گرځم
په دا هسې گړنگونه
صد رحمت راباندې ښايي
په دا هسې اهنگونه
په څو به ځنې درومي
چې د زړه لرم زنگونه
مهدي له غاره ووځه
کښېږده پښه په پالنگونه
نه دين شته، نه آيين شته
شرم لاړ په فرسنگونه
مختورن ظالمان ډېر دي
چې اخلي کلنگونه
د عدل توره واخله
ملک اسلام کړه په جنگونه
بيداره اوسه زرکې
شهند گرځي په څنگونه
خوشاله فهم وکړه!
چې پرېوځي خرسنگونه