غزل
چې په خوب شم ستا له خياله سره خواب کړم
Khushal Khan Khattakچې په خوب شم ستا له خياله سره خواب کړم
چې بيدار يم دمخ سود دې په افتاب کړم
چې مې ستا دخولو بوی تر سپږمو تېر شو
نور به څه مينه په مشک او په گلاب کړم
بې نصيبه ليدل نه ميسر کېږي
په ليدو پسې که هر څو اضطراب کړم
ښه ليدل يې په مثال آب حيات دي
دا تشنه خاطر به کله پرې سېراب کړم
په دشنام مې کله کله سرفراز کړه
هغه دم چې د سوال طمع په ځواب کړم
ماته څه وايې چې چا هسې خراب کړې
چې د حال پوښتنه نه کړې تا خراب کړم
ماته وايه چې ولې پېچ و تاب شوې
ستا دې تورو زلفو هسې پېچ و تاب کړم
چې له مخه دې پلو واخيست، لمبه شوې
بېچاره خوشال دې درست سره کباب کړم