غزل چې پيدا چېرې په ملک کې يو حبيب شو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې پيدا چېرې په ملک کې يو حبيب شو لکه خار ورته په څنک کې بل رقيب شو 02 محمد ته ابوجهل نصيحت کا راشه گوره، څوک رنځور شو، څوک طبيب شو 03 د دانا په خپل وطن کېقدر نه وي دُر هال قدر پيدا کړ، چې غريب شو 04 په چمن کې رنگا رنگ گلونه ډېر دي د زړه داغ مې د لاله د زړه نصيب شو 05 که يې رنگ و بوی وگل نه وای ورکړای مبتلا به باندې ولې عندليب شو 06 راشه تور و سپين د سترگو ننداره کړه هغه يار راسره لا تر دا قريب شو 07 چې پرون را سره يار و، خبر نه يم نن له ما نه بيا وېزار په کوم تقريب شو 08 تناوونه يې دزلفو دي، دا زړه مې لکه ملک د ياغي لاندې تر تخريب شو 09 چې يې پرېښوده ياري د لېونيو گومان مه کړه چې خوشال خټک لبيب شو Dictionary meaning × Headword