غزل

چې صحبت له ملوکانو سره کاندې

Khushal Khan Khattak

چې صحبت له ملوکانو سره کاندې

بويه دا چې ويل نه کا لاندې باندې

په رښتيا ويل دې هسې باوري شي

چې پيدا کا خپل عزت دده د وړاندې

که يې دواړه پښې تڼاکې په خدمت شي

دخدمت منت دې نه کا په ده باندې

حاسدان به يې زوال د دولت غواړي

همېشه دې لوگوي و ځان ته سپاندې

د غضب په وخت دې لېرې ځنې گرځي

د خوښۍ په وخت دې عېش ورسره کاندې

چې نادان ته نصيحت وايې خوشاله!

دا دې واړه ناداني ده په ځان خاندې