غزل چې تا وته نظر کړم، نور مې هېر دي ښايسته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 چې تا وته نظر کړم، نور مې هېر دي ښايسته په طور دی مين يم، گڼه ډېر دي ښايسته 02 هم ځان راته ښکاره کا، هم مې ورک شي زر له سترگو په دا کلي کې واړه پري ځېر دي ښايسته 03 تلخي يې دهجران بده بلا ده، عاشق وژني چې دا يې را په ياد شي، څه گنډېر دي ښايسته 04 ياران لري زرگونه، د هر چا سره ساز باز کا په قول، په وعده ځکه تېر بېر دي ښايسته 05 تل جور، تل جفا، تل ستمونه په عاشق کا په دا واړو کارونو کله سېر دي ښايسته 06 دچين او د ما چين مې اوېدلي دي په غوږو په سترگو مې ليدلي د بونېر دي ښايسته 07 ځواني لاړه خوشاله! راوړه زر، که عاشقي کړې يا زر دی، ياځواني چې ورته زېر دي ښايسته Dictionary meaning × Headword