غزل

چې توفيق ورکوي رب العالمين دی

Khushal Khan Khattak

چې توفيق ورکوي رب العالمين دی

له آزاره په ستنه اوسه درست دين دی

په هر لور چې غورځوي سړی هوا ده

د هوا فرس و هر لوري ته زين دی

څوک چې خوښ نه وي له ځانه، هيڅوک نشته

هر سړی خپسر دانا گڼي، يقين دی

په بهبود د خپلې چارې هر څوک مټ کا

په خپل زړه کې هر تنگ خرڅ بالا نشين دی

د دستار د سيوري رنگ واړه يکرنگ دی

که دستار په سر يا سور، يا تور و سپين دی

خبشي که په ځان نوم د کافور کښېږدي

سر ترپايه و هرچا وته مبين دی

ازمېښت د دهر و گوره خوشاله

چې ملک د شياطين سره قرين دی