غزل
چې يوه مې ده نيولې
Khushal Khan Khattakچې يوه مې ده نيولې
په رښتيه مې ده نيولې
لکه يو يو مرد يې نيسي
هم هغه مې ده نيولې
څوک دې هيڅ ملامت نه کا
عجب ښه مې ده نيولې
اوس به نه درومي له مانه
چې له زړه مې ده نيولې
په هيڅ رنگ به پرېښوه نه شي
چې ترې پښه مې ده نيولې
گوندې وي، راباندې راشي
سر پره مې ده نيولې
که يې نه وينم په سترگو
ښايسته مې ده نيولې
گوندې سمه شي عالمه!
که کږه مې ده نيولې
د خوږو هيله خوشال کړم
چې ترخه مې ده نيولې