غزل
چې يې مخ تر گل زېبا دی، يار زما دی
Khushal Khan Khattakچې يې مخ تر گل زېبا دی، يار زما دی
چې په مخ عندليب شوم کار زما دی
چې يې تش په کوڅه تېر شوم لېونی شوم
که يې ووينم په سترگو زار زما دی
که واعظ مې د ښه مخ له مينې نسي
که مې لاس ورباندې بر شي پلار زما دی
بې له کښليه زېبا مخه که گلزار وي
چې هر گل وته نظر کړم خار زما دی
چې هر لوري وته درومم ، په غم اوړم
ته به وايي غم يکلخته ښکار زما دی
همېشه به په ما وار د رقيب نه وي
بيا له خپله بخته خوښ شوم وار زما دی
د خپل يار سره دوزخ زما قبول دی
که بې ياره جنت مومم نار زما دی
بت پرست کله د بت له مينې اوړي
زه که مينه د يار پرېږدم عار زما دی
زه خوشال چې د منصور په مذهب خوښ شوم
اوس څه غم چې زه د داريم دار زما دی