نظم
د بعث يعنې پس د مرگه ژوندون
Khushal Khan Khattakلکه گور وته چې يون شته
پس له مرگه بيا ژوندون شته
خدای په هر چاره قادر دی
بل ژوندون تر والا زر دی
چې په دا باندې څوک شک کا
ځان به درست له کفر ډک کا
په آواز د صور له گوره
پاڅېدل دي زما وروره
صور شپېلۍ د اسرافيل ده
لوی د پونسو لکه ميل ده
فراخي يې زما لاله
چې سړی ځي په زر کاله
څلور ښکر د صور يادېږي
هر يو ښکر يې جهان کېږي
د عمل نامې به وا شي
په هر لوري به غوغا شي
څوک نېکبخت څوک په بدبخت وي
د بدبخت حساب به سخت وي
چې نامه په ښي لاس ور که
نور قيامت به پرې اختر کا
چې نامه په کيڼ لاس مومي
و دوزخ لره به دورمي
دده مخ به واړه تور وي
درست وجود به يې تور سکور وي
دنېکبخت مخ به تابان وي
تر مهتاب به لا رخشان وي
راضي من به ځنې خدا شي
جنتونه به يې ځای شي
تل به اوسي په جنت کې
په خوښيې په راحت کې
ور سره به وي تل حورې
په هر دم ورته حضورې