غزل
دا دروغ دي چې په ستوريو سود و زيان شي
Khushal Khan Khattakدا دروغ دي چې په ستوريو سود و زيان شي
سود و زيان واړه په حکم د سبحان شي
که د رنگ خوبي يې شته بوی يې له کومه
د کاغذ گلونه هم دگل په شان شي
زمانه په طبيعت ده د هلکو
هلک تل چې و چا ورکا زر پښېمان شي
د دنيا اقبال چې مخ کا و نادان ته
دانشمند يې دخبرو نه حيران شي
دمنصب سره زما خبرې دُر وې
اوس راضي يم که په چا باندې مرجان شي
گوره!کومه چار به گانده مخ ښکاره کا
د عالم خبرې ډېرې تر دا ميان شي
د دنيا لالچ څو ډېر، اندوه يې ډېر وي
چې يې ډېره ټولوي، ډېر پرېشان شي
دانشمند څخه چې مال د دنيا نه وي
و عالم وته په مثل د نادان شي
زه خوشال خټک هغه يم، قدر نشته
دا مې واړه له افغانه نه، افغان شي