غزل
د جهان خوښي همه دهغه کس ده
Khushal Khan Khattakد جهان خوښي همه دهغه کس ده
چې مېشته يې د محبوبې په جوس ده
د ښه مخ له نندارې چې نظر نيسې
که يې گورې هم دغه هوا د نس ده
که سوگند راځنې غواړې هم به وکړم
تر اول مې په تا مينه يو په لس ده
ډېرې مينې، اشنايۍ څه په کار نه دي
يوه زړه لره يوه اشنايي بس ده
چې دوه ښه خواږه مين سره دلگير کا
د غمازو وينا څه د سترگو خس ده
بې پروا، بې فهمه مه راه خوشاله!
په پالنگ مې ډېره وېره د عسس ده